تازه خبرونه ۱ جون ۲۰۲۶

په سعودي عربستان کې زر کلنه تاریخي خزانه وموندل شوه

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) سعودي عربستان کې د لرغونپوهنې کارپوهانو یوه نادره تاریخي خزانه موندلې ده چې پکې د سرو زرو، سپینو زرو او قیمتي ډبرو ښکلي زیورات او د عباسي دورې ۱۰۰ د سرو زرو سکې شاملې دي. دغه خزانه د دریه په تاریخي سیمه کې د لرغون پېژندنې د کیندنو پر مهال موندل شوې او کارپوهانو ورته د “دریه خزانه” نوم ورکړی دی. د څېړونکو په وینا، ښایي دا خزانه څه باندې زر کاله مخکې یوه حاجي د مکه مکرمه د سفر پر مهال په ځمکه کې پټه کړې وي. تاریخي اسناد ښيي چې دا سیمه پخوا د بصره څخه مکې ته د تلونکو حاجیانو لپاره مهم تم ځای و، او سعودي میراث کمېسیون د دې موندنې تاریخي او اسلامي ارزښت خورا مهم بللی دی.