کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان صوبايي پلازمېنه کوټه کې د پاکستاني پټرولو پمپونو د تړل کېدو او د پټروليمي توکو د سخت کمښت له امله د خلکو ستونزې زياتې شوې دي، بل لور ته د ايراني پټرولو مافيا په ښار کې خپل نفوذ پراخ کړی او ايراني پټرول په ۴۰۰ روپۍ في لېټر په لوړه او غير قانوني بيه خرڅوي. د کوټې اوسېدونکو په دې وضعيت سختې نيوکې کړې او له د بلوچستان وزيراعلی او د کوټې کمېشنر څخه يې غوښتنه کړې چې د پټرولو بيې کنټرول او د ناقانونه ګټې اخيستونکو پر ضد دې سمدستي او سخت قانوني ګامونه پورته کړي.د معلوماتو له مخې د ښار په زياترو سيمو کې پاکستاني پټرول پمپونه تړلي دي، چې له دې حالت څخه په استفادې ايراني پټرولو پلورونکو او ذخيره کوونکو مصنوعي کمښت رامنځته کړی او بيې يې لوړې کړې دي. د خلکو په وينا د پټرولو بيه تر ۴۰۰ روپيو في لېټر رسېدلې چې د غريبو او منځنۍ طبقې ترڅنګ يې ټرانسپورټران هم له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.د کوټې د ولسي، ټولنيزو او سوداګريزو حلقو استازو ويلي چې ضلعي اداره د بيې کنټرولولو کې پاتې راغلې او د همدې له امله د پټرولو مافيا په ازاده توګه د خلکو استحصال کوي. هغوی غوښتنه کړې چې پټرول دې په سرکاري نرخونو موجود شي، د غير قانوني پمپونو او بلیک بازار پر ضد دې عمليات وشي او د دې مافيا مخه دې ونيول شي، څو خلک له روان اقتصادي فشار څخه خلاص شي.
