کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د مالدیپ په پلازمېنه مالې کې د روان څلور اړخیز ډایمنډ جوبلي نړیوال فوټبال ټورنمنټ په ترڅ کې د پاکستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه د صفر ـ صفر په مساوي پای ته ورسېده. دواړو لوبډلو ته د ګول کولو ګڼ فرصتونه په لاس ورغلل، خو د دفاعي لوبغاړو د ښې لوبې له امله هېڅ لوري ونه توانېدل ګول ترسره کړي. د لوبې په مساوي کېدو سره دواړو لوبډلو یو ـ یو پواینټ ترلاسه کړ. پاکستان به د جون په ۴مه د کوربه مالدیپ پر وړاندې لوبه وکړي، او د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي به د جون په ۷مه د افغانستان پر ضد ترسره کړي. د ټورنمنټ دوه مخکښې لوبډلې به د جون په ۱۰مه نېټه په فاینل کې سره مخامخ شي۔
