کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان له مرکز کوټه او اسلام آباد ترمنځ د هوايي ټکټونو په بیو کې بې ساري او دروند زیاتوالی راغلی، چې له امله یې مسافر، زده کوونکي، حکومتي کارکوونکي، سوداګریزې حلقې او ناروغان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.د راپورونو له مخې PIA او شخصي هوايي شرکتونو د دې لارې کرایې په پرلهپسې ډول لوړې کړې دي، چې یو طرفه ټکټ کله ناکله له ۸۰ زره څخه تر ۱ لکه ۲۰ زره روپیو پورې رسېږي. همدارنګه ځینې شخصي هوايي شرکتونه ۶۵ زره څخه تر ۹۰ زره روپیو پورې کرایه اخلي.عامه او ټولنیزو حلقو ویلي چې د اخترونو، رخصتیو او د الوتنو د کمښت له امله هوايي شرکتونه په خپله خوښه بیې ټاکي، چې له امله یې عادي خلک د هوايي سفر توان له لاسه ورکوي. زده کوونکي او ناروغان وایي چې د اوږد ځمکني سفر له ستونزو وروسته اوس هوايي سفر هم د هغوی له وسه وتلی دی.د سرچینو په وینا ځینې نړیوالې لارې لکه کوټه نه دوبۍ ته سفر، د هېواد دننه له سفر څخه ارزانه تمامېږي، چې پر دې وضعیت خلکو سختې اندېښنې څرګندې کړې دي.عامو خلکو له وفاقي حکومت، د هوايي چلند له وزارت او د بلوچستان له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د پروازونو شمېر زیات کړي او د ټکټونو د بیو د کنټرول لپاره جدي اقدامات وکړي.
