کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران او امریکا ترمنځ روان مذاکرات نه دي درېدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او خبرې په دوامداره توګه روانې دي. هغه په ټولنیزو رسنیو کې په خپاره شوي بیان کې ویلي چې ځینې رسنۍ داسې راپورونه خپروي چې ګواکې څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو خبرې بندې شوې دي، خو دا خبرونه ناسم او بې بنیاده دي. ټرمپ زیاته کړه چې امریکا او ایران په تېرو درې تر څلورو ورځو کې هم په اړیکه کې پاتې شوي او د مذاکراتو لړۍ پرته له کوم وقفې روانه ده. د هغه په وینا، د خبرو پایله به وروسته څرګنده شي، خو اوس د یوې هوکړې وخت رارسېدلی دی. ټرمپ ایران ته په واضح ډول ویلي چې باید د اوږدې مودې تګلاره بدله کړي او یو معاهده وکړي، ځکه د تېرو ۴۷ کلونو وضعیت نور د منلو وړ نه دی.
