کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان پوهنتون د اکاډميک سټاف اېسوسي اېشن د کابينې بېړنۍ او مهمه غونډه د صدر پروفېسر ډاکټر کليم الله بړېڅ تر مشرۍ لاندې ترسره شوه، چې پکې جنرل سېکرټري فريد خان اڅکزی، پرېس سېکرټري رحمت الله اڅکزی، مېرمن فرحانه عمر مګسي، ډاکټر محب کاکړ، مسعود مندوخېل او نورو غړو ګډون کړی و. په غونډه کې د بلوچستان پوهنتون د سخت مالي بحران، د متقاعد شويو استادانو او کارکوونکو د پاتې حقونو نه ورکړې، د استادانو په امتيازاتو کې د کموالي او نورو اداري ستونزو په اړه تفصيلي بحث وشو. ګډونوالو اندېښنه څرګنده کړه چې له ۲۰۲۲ کال راهيسې متقاعد شوي ګڼ استادان او کارکوونکي لا هم د ګريچويټۍ، پنشن کنټريبيوشن، جي پي فنډ او نورو مالي حقونو څخه بې برخې دي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. غونډې په متفقه توګه پرېکړه وکړه چې د دغو ستونزو د هواري لپاره به د جون په ۴مه، د پنجشنبې په ورځ، د بلوچستان پوهنتون د اصلي دروازې مخې ته احتجاجي کمپ ولګول شي، څو د متقاعدينو د حقونو ترلاسه کولو او د پوهنتون د مالي بحران د دايمي حل لپاره غږ پورته شي. اېسوسي اېشن همداراز د جي پي فنډ په ورکړه کې پر دوامدار ځنډ، د بېلابېلو منظور شويو الاؤنسونو پر کموالي، د استادانو د اپګرېډېشن پر نه عملي کېدو او د خالي منظور شويو بستونو پر نه ډکېدو نيوکې وکړې او له صوبايي حکومت څخه يې وغوښتل چې د بلوچستان پوهنتون لپاره ځانګړی مالي پکېج اعلان کړي او کلنۍ مرستې لږ تر لږه ۱۵ اربه روپۍ زياتې کړي، څو د تقاعد شويو کارکوونکو حقونه، جي پي فنډ او نور مالي مشکلات په دوامداره توګه حل شي. غونډې په پای کې له ټولو استادانو، متقاعد استادانو، افسرانو او کارکوونکو وغوښتل چې د جون په ۴مه پيلېدونکي احتجاجي کمپ کې په پراخه کچه ګډون وکړي.
