مقامی ۲ جون ۲۰۲۶

د لورالايي د مشر خبریال پیر محمد کاکړ او نورو پر ضد درج شوې ایف آی آرګانې د بیان ازادۍ او دیموکراتیکو ارزښتونو پر ضد جدي برید دی، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د صوبایي سیکرټریټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې د لورالايي د مشر خبریال، د ولسي ستونزو د بې باکه استازي او د مطبوعاتو د ازادۍ د پلوي پیر محمد کاکړ او یو شمېر نورو خبریالانو پر ضد د ایف آی اې د سایبر کرایمز څانګې له لوري د مقدمو درج کول په سختو ټکو غندل شوي دي. ګوند ویلي چې دا اقدام د مطبوعاتو ازادۍ، د نظر څرګندولو حق، دیموکراتیکو ارزښتونو او بنسټیزو بشري حقونو پر ضد یو جدي برید دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې خبریالي د هر دیموکراتیک نظام سترګې، غوږونه او وجدان وي، او خبریالان د ولس او دولت ترمنځ د مهم پُل حیثیت لري. که خبریالان د حقایقو د بیان، ولسي ستونزو د راپورته کولو او د حکومتي کارکردګۍ د نقد له امله له مقدمو، ځورونو او انتقامي اقداماتو سره مخ کېږي، نو دا نه یوازې د مطبوعاتو پر ازادۍ برید دی، بلکې ټول دیموکراتیک نظام ته هم ګواښ دی.ګوند په اعلامیه کې تور پورې کړی چې د فارم ۴۷ اوسنی حکومت د دیموکراتیکو ارزښتونو، د اساسي قانون د برلاسۍ، ازادې عدلیې، ازادو رسنیو او سیاسي فعالیتونو د محدودولو لپاره منظم پلان تعقیبوي. د سیاسي فعالانو، خبریالانو، وکیلانو، زده‌کوونکو، پوهانو او د بشري حقونو د فعالانو پر ضد د مقدمو دوام ښيي چې واکمنان د ولسي ستونزو د حل پر ځای د مخالفو غږونو د خاموشه کولو هڅه کوي. اعلامیه زیاتوي چې د پاکستان اساسي قانون د وګړو بنسټیز حقونه تضمین کړي، خو په وروستیو کلونو کې د بېلابېلو قوانینو، په ځانګړي ډول د پیکا قانون، له لارې د بیان ازادي محدودول د اندېښنې وړ دي.پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د پیر محمد کاکړ څلور لسیزې اوږدې ژورنالیستیکې هلې ځلې وستایلې او ویې ویل چې نوموړي تل د ولس د حقونو، دیموکراتیکو ارزښتونو، د اساسي قانون د برلاسۍ او انساني وقار لپاره غږ پورته کړی دی. ګوند غوښتنه وکړه چې د پیر محمد کاکړ او نورو خبریالانو پر ضد ټولې درج شوې ایف آی آرګانې دې سمدستي لغوه شي، د خبریالانو، سیاسي فعالانو او زده‌کوونکو پر ضد جوړې شوې دوسیې دې ختمې شي او د بیان ازادۍ اساسي حق ته دې بشپړ درناوی وشي. اعلامیه په پای کې ټینګار کوي چې ګوند به د خبریالانو له ټولنې سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د مطبوعاتو د ازادۍ، د قانون د حاکمیت او د اساسي قانون د برلاسۍ لپاره به خپله سیاسي او دیموکراتیکه مبارزه روانه ساتي.