کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د بلوچستان لیبر فېډرېشن مرکزي مشر خان زمان، چیئرمېن حاجي بشیر احمد رند، عمومي سېکرټر قاسم خان او نورو مرکزي مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د هرنایي ښاروالۍ د غریبو مزدورانو او کارکوونکو له معاشونو کسر کول یو غیرقانوني او د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده. د دوی په وینا، دا د مزدور ضد اقدام د ښاروالۍ د چیئرمېن او چیف افسر د مبینه ګډو هڅو پایله ده. اعلامیه زیاتوي چې د مالیې ادارې له خوا د سرکاري فنډونو د بې ځایه لګښت او درغلۍ د پېښو له امله د ښاروالیو غیر پرمختیایي فنډونه بند شوي وو، خو اوس ځینې مسؤلین د خپلو شخصي ګټو لپاره د ښار د صفایۍ په چارو بوختو مزدورانو او کارکوونکو پر معاشونو لاس اچوي. د فېډرېشن مشرانو ادعا کړې چې د اختر څخه وړاندې د هغو کارکوونکو بشپړ معاشونه هم بند شوي چې ټوله میاشت یې دندې ترسره کړې وې. دوی له د بلوچستان چیف سېکرټر او د بلدیاتو له سېکرټر څخه غوښتنه کړې چې د دې قضیې سمدستي پلټنې وکړي او مسؤل کسان د قانون منګولو ته وسپاري، کنه د صوبې په کچه به پراخ احتجاجونه او قانوني اقدامات ترسره شي.
