مقامی ۲ جون ۲۰۲۶

د کوټې مېټروپوليټن کارپورېشن د فساد او لوټمار مرکز ګرځېدلی، رحیم کاکړ

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د پاکستان تحریک انصاف مرکزي مشر او د کوټې پخواني ښاروال رحیم کاکړ، جمیل بوستان اېډوکېټ، میرویس اېډوکېټ، احمد شاه اېډوکېټ، عبدالله اېډوکېټ، ډاکټر منصور، ډاکټر خوشحال، ډاکټر رستم، سردار احمد او سردار بهلول خان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د کوټې مېټروپوليټن کارپورېشن اوس د فساد، لوټمار، درغلۍ او د پرمختیایي فنډونو د غلا مرکز ګرځېدلی دی. دوی وویل چې دغه اداره، چې د ښار اوسېدونکو ته د بنسټیزو ښاري خدمتونو د برابرولو مسؤلیت لري، اوس یوازې په فساد او شخصي ګټو بوخته ده. د دوی په وینا، ټوله کوټه د کثافاتو په ډنډ بدله شوې، نالۍ له کثافاتو ډکې دي او د “صفا کوټه” تر نوم لاندې له هرې کورنۍ څخه په زور هره میاشت ۵۰۰ روپۍ اخیستل کېږي. د تحریک انصاف مشرانو زیاته کړه چې د ادارې د بې کفایتۍ له امله د ښار د سړکونو څراغونه له اوږدې مودې راهیسې مړه دي، چې له امله یې د شپې تیاره او جرمونه زیات شوي دي. همدارنګه د ښار کوڅې او لویې لارې له سرګردانو سپیو ډکې دي چې وخت ناوخت ماشومان او نور ښاریان داړي، خو مسؤل ادارې پرې سترګې پټې کړې دي. دوی غوښتنه وکړه چې که نېب، انټي کرپشن او ایف آی اې په رښتینې توګه د ادارې د پرمختیایي فنډونو او فساد پلټنه وکړي، نو د ګڼو فاسدو کسانو څېرې به بربنډې شي. دوی ټینګار وکړ چې تحریک انصاف به د کوټې د ولس د حقونو لپاره په هر فورم غږ پورته کوي.