کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) په پاکستان کې د ایران سفیر رضا امیري مقدم ویلي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا خام خیال درلود چې ایران به په مذاکراتو کې بوخت کړي او په همدې وخت کې به د حزبالله پر ضد عملیات ترسره کړي. هغه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په میناب کې ښوونځي او عام وګړي په نښه شوي او د امریکا او اسرائیل په وینا ۴۰ ورځنۍ جګړې وروسته هغوی ماتې خوړلې ده. د هغه په وینا ایران د نیک نیت له مخې د مذاکراتو میز ته راغلی او پاکستان په دې پروسه کې د منځګړي رول لوبولی دی. ایرانی سفیر زیاته کړه چې د ایران ستر مشر فتوی ورکړې چې اټومي وسلې حرامې دي، خو امریکا یې د یورانیمو د غني کولو له حق څخه هم منعه کول غواړي. هغه وویل چې ایران به د امریکا او لویدیځ په وړاندې هېڅکله سر ټیټ نه کړي او د ټرمپ خبرې یې غیر سنجیده وبللې.
