مقامی ۲ جون ۲۰۲۶

پر ولس تپل شوی د فارم ۴۷ حکومت د بلوچستان د سرچینو په لوټلو بوخت دی، جې یو آی کوټه

کوټه (نوې ژوند وېب نیوز) د جمعیت علمای اسلام ضلع کوټې امیر مولانا عبدالرحمن رفیق، جنرل سېکرټر حاجي عین الله شمس او نورو مشرانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې پر ولس تپل شوی د فارم ۴۷ حکومت د بلوچستان د طبیعي سرچینو او شتمنیو په بې درېغه لوټلو بوخت دی. دوی وویل چې د بلوچستان اصلي ولسي استازي په شعوري ډول له واکه لرې ساتل شوي او واک هغو کسانو ته سپارل شوی چې د شخصي ګټو او د ځینو کړیو د خوشحالولو لپاره د ولسي حقونو او ملي امانتونو سودا کوي. د جې یو آی مشرانو زیاته کړه چې د واکمنو ناسمو تګلارو له امله بلوچستان نن له سختې بېوزلۍ، بېکارۍ او محرومیت سره مخ دی. دوی ټینګار وکړ چې جمعیت علمای اسلام به د بلوچستان د حقونو، سرچینو او ولسي ګټو د خوندي کولو لپاره خپله سیاسي او آئیني مبارزه روانه ساتي او په هر ډیموکراتیک فورم کې به د صوبې د ولس غږ پورته کوي. په بیان کې ویل شوي چې د بلوچستان پر قیمتي سرچینو لومړی حق د همدې خاورې د خلکو دی او په دې حق به هېڅ ډول جوړجاړی ونه منل شي.