کوټه (نوې ژوند وېب نيوز) د بلوچستان فرنټير کور ځواکونو د بارخان ولسوالۍ په بېلابېلو غرنیو او هوارو سيمو کې د ترلاسه شوو باوري استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د وسله والو پر ضد يو پراخ او بريالی عمليات ترسره کړی، چې له امله يې د راپورونو له مخې ۷ تر ۸ پورې وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي دي. امنيتي سرچينو ويلي چې د استخباراتي ادارو له لوري معلومات ترلاسه شوي وو چې شاوخوا ۱۸ تر ۲۲ پورې وسله وال د تهګړه، لنجاني ډيم او نخمو ډيم (جنرل ايريا تګه) سيمو کې پټ دي او د امنيتي ځواکونو پر مهمو پوستو او د N-70 ملي لويې لارې پر ضد د لويو ورانکارو بريدونو پلانونه لري. له معلوماتو وروسته امنيتي ځواکونو سمدستي او منظم عمليات پيل کړل، د وسله والو پټنځايونه يې محاصره او په نښه کړل. د عملياتو پر مهال د مارټر ګوليو او عصري VTOL ډرونونو په مرسته د وسله والو پر مرکزونو اغېزمن بريدونه وشول چې پټنځايونه يې له منځه يوړل. سرچينې زياتوي چې تر عملياتو وروسته په ټوله سيمه کې د پلټنې او تصفيې عمليات نور هم چټک شوي څو تښتېدلي او ټپيان وسله وال وموندل شي او هر ډول احتمالي ګواښ له منځه يوړل شي. امنيتي ځواکونو ټينګار کړی چې په سيمه کې د امن او ثبات د ټينګښت او د وسلوالو د بشپړ له منځه وړلو لپاره به دا ډول عمليات په دوامداره توګه روان ساتل کېږي.
