کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د کوټې ښار په مرکزي برخه کې د یوه ښاري موټر ناڅاپه خراب شو، چې ورسره د کوټې ټرافیک پولیسو د “میکانک آن ویلز” خدمت سمدستي فعال کړ او د پېښې په ځای کې یې د مسلکي میخانیک له لارې موټر جوړ کړ. د ټرافیک پولیسو دغه پر وخت او چټکه مرسته د عامه خدمت او مسلکي مسؤلیت یوه غوره بېلګه بلل شوې ده. د مرستې ترلاسه کوونکي ښاري د کوټې ټرافیک پولیسو مننه وکړه او ویې ویل چې دغه ولسي او ګټور اقدام د ستاینې وړ دی.
