Uncategorized ۷ اکتوبر ۲۰۲۶

په روس کې د خطرناکې وبا اندېښنې، امریکا له مسکو څخه د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه

کوټه (ویب نیوز) په روس کې د طاعون پر ناروغۍ د څېړنې په یوه مرکز کې د ۲۸ کلن لابراتوار تخنیکر له مرموزې مړینې وروسته امریکا له مسکو څخه په رسمي ډول د نورو معلوماتو غوښتنه کړې او امریکايي چارواکي د احتمالي وبایي ګواښ ارزونه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند تایید کړې چې له روسي چارواکو څخه اضافي معلومات غوښتل شوي او له نورو هېوادونو سره هم د معلوماتو تبادله روانه ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې روسیه باید په دې اړه له نړیوالې ټولنې سره نور معلومات شریک کړي، خو د محدودو معلوماتو له امله په دې مرحله کې د کومې پایلې اعلانول یا اټکل کول مسوولانه کار نه دی. چارواکي هڅه کوي معلومه کړي چې مړ شوی لابراتوار کارکوونکی د سینه‌بغل لامل کېدونکي طاعون، چې نیومونیک پلیګ بلل کېږي، له امله مړ شوی که په کومه بله نامعلومه ساري ناروغۍ اخته و. همداراز دا موضوع هم څېړل کېږي چې ایا د څېړنې لاندې ناروغۍ په جینیاتي جوړښت کې کوم بدلون رامنځته شوی و که نه. په دغه روسي څېړنیز مرکز کې د طاعون ترڅنګ د کولرا، انتراکس او بروسیلوسس په ګډون پر نورو خطرناکو ناروغیو هم څېړنې کېږي. روسي چارواکو هغه روغتون قرنطین کړی چې لابراتوار کارکوونکی پکې تر درملنې لاندې و او د ځايي رسنیو د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۰۰ کسان تر طبي څارنې لاندې ساتل شوي دي. امریکا تر اوسه روسیې ته د سفر نوې بندیزونه نه دي لګولي او د نورو معلوماتو تر ترلاسه کېدو پورې وضعیت څاري. نړیوال روغتیايي سازمان هم له روسي چارواکو سره اړیکه نیولې څو د پېښې جزیات تایید کړي. د کارپوهانو په وینا، نیومونیک پلیګ یوه باکتریايي ناروغي ده چې د درملنې په نه شتون کې د مرګ لامل کېدای شي، خو د انټي‌بیوټیکونو په وسیله یې پر وخت اغېزمنه درملنه ممکنه ده.