مقامی ۲ جون ۲۰۲۶

پښتون قوم سیاسي استازیتوب د یوه کس یا یوې ژبنۍ ډلې پورې محدود نه دی، احمد خان

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د پښتون قوم سیاسي استازیتوب د کوم یوه فرد یا یوې ځانګړې ژبنۍ او سیاسي ډلې انحصار نه دی. نوموړي د صوبې روان کړکېچن وضعیت په اړه ناسمې څرګندونې او پاروونکې خبرې د اور پر لمبو د تېلو شیندلو سره برابرې وبللې او له ولسه یې وغوښتل چې د هر ډول پارونې او سازش پر وړاندې هوښیار واوسي او د زغم لمن پرېنږدي. هغه وویل چې پښتانه او بلوچ وروڼه قومونه باید د سیاسي، ژبني او سیمه‌ییز تعصب او کرکې له هڅو ځانونه خبر وساتي، د ورورولۍ او یووالي لاره خپله کړي او د خپلو مشرانو احمد شاه بابا او نصیر خان نوري پر پلونو روان شي. احمد خان زیاته کړه چې ځینې سیاسي ډلې د خپلو ګټو لپاره د پښتون او بلوچ ترمنځ د اختلافاتو کارت کاروي، حال دا چې د دواړو قومونو اصلي ستونزې لا هم نه دي حل شوې. نوموړي ادعا وکړه چې د قوم او مذهب په نوم سیاست کوونکو د ولس باور زیانمن کړی او عام خلک یې له خپلو حقونو محروم ساتلي دي. هغه ټینګار وکړ چې د افغان قومي موومنټ تګلاره د ولسي ګټو، بې وزلو، یتیمانو او بې وسه خلکو د حقونو د خوندي کولو لپاره ده او هیله یې څرګنده کړه چې دا مبارزه به مثبتې پایلې ولري.