تازه خبرونه ۳ جون ۲۰۲۶

امریکايي ولسمشر ټرمپ د آیت الله مجتبی خامنه‌اي سره د احتمالي لیدنې امکان څرګند کړ

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران له ستر مشر آیت الله مجتبی خامنه‌اي سره د احتمالي لیدنې امکان شته. نوموړي په یوه مرکه کې وویل چې د ایران ستر مشر له امریکا سره په مذاکراتو بوخت دی او ښايي په مناسب وخت کې ورسره مخامخ لیدنه هم وشي، خو دا به د روانو حالاتو او پرمختګونو پورې تړلې وي. ټرمپ همدارنګه ومنله چې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره یې په یوه ټیلیفوني خبرو کې په توند او غوسه ډک انداز خبرې کړې وې، ځکه چې د لبنان پر وړاندې د اسرائیلو پرله‌پسې پوځي عملیاتو اندېښمن کړی و. هغه زیاته کړه چې ایران د اټومي وسلو نه لرلو په اړه موافقه ښودلې او که د ایران شخړه پای ته ورسېږي، نو د نړۍ د تېلو بیې به هم راټیټې شي. ټرمپ وویل چې اوس مهال ایران ته د ځمکنیو ځواکونو د لېږلو اړتیا نه شته او د ایران وضعیت په چټکۍ سره بدلېږي، چې پایلې به یې مثبتې او د سیمې د ثبات لپاره ګټورې وي.