تازه خبرونه ۳ جون ۲۰۲۶

امریکا ولې له ایرانه د هوکړې غوښتنه کوي؟ سناتور کوري بوکر پوښتنه راپورته کړه

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا د سنا مجلس د اورېدنې پر مهال پوښتنه کړې چې امریکا ولې له ایرانه د یوې هوکړې غوښتنه کوي. هغه د امریکا له بهرنیو چارو وزیر څخه سختې پوښتنې وکړې او ویې ویل چې امریکا بېرته د داسې یوې معاملې لور ته روان دی چې پخوا یې خپله رد کړې وه. په ځواب کې مارکو روبیو وویل چې د امریکا او ایران ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې او روانې خبرې اترې باید د سوال یا زارۍ په توګه تعبیر نه شي. هغه زیاته کړه چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې ډېرې تخنیکي او پېچلې دي او ښايي د متخصصینو ترمنځ څو میاشتې دوام وکړي. د هغه په وینا، ایران باید د لوړ غني شوي یورانیم د راتلونکي په اړه روښانه ژمنې وکړي، او اوس د خپل اټومي پروګرام پر ځینو هغو برخو خبرو ته چمتو شوی چې پخوا یې مخالفت کاوه.