تازه خبرونه ۳ جون ۲۰۲۶

د امریکايي بریدونو وروسته د ایران ځوابي عملیات، په بحرین، قطر او عراق کې د خطر زنګونه وغږېدل

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د منځني ختیځ په سیمه کې د امریکا او ایران ترمنځ تاوتریخوالی یو ځل بیا زیات شوی دی. د راپورونو له مخې امریکايي ځواکونو د ایران د قشم ټاپو یوه پوځي اډه په نښه کړې، چې وروسته د ایران سپاه پاسداران انقلاب د امریکايي ګټو پر ضد د ځوابي بریدونو ادعا کړې ده. ویل کېږي چې سپاه پاسداران په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز، یوې هوايي اډې، جنګي بېړیو او چورلکو د توغندیو او ډرونونو بریدونه کړي، چې له امله یې په بحرین، قطر او عراق کې د خطر زنګونه وغږېدل. بل لور ته د امریکا سنټکام ادعا کړې چې د ایران ډېری بریدونه یې شنډ کړي دي. امریکايي چارواکو ویلي چې د کویټ پر لور توغول شوي دوه توغندي په لاره کې لوېدلي او د بحرین پر لور توغول شوي درې توغندي د امریکا او بحرین دفاعي سیسټمونو په فضا کې له منځه وړي دي. همدارنګه ځینې ایراني بالستیک توغندي خپلو ټاکلو هدفونو ته نه دي رسېدلي. امریکايي پوځ دا ادعا هم کړې چې یوه د تېلو بېړۍ یې ناکاره کړې چې د ایران د خارګ ټاپو پر لور روانه وه. د سنټکام قوماندان ویلي چې د امریکا الوتکه وړونکې بېړۍ «ابراهام لنکن» په عربي سمندر کې فعاله ده او امریکايي ځواکونو د سیمې د امنیتي وضعیت د کنټرول لپاره د ۱۲۲ سوداګریزو بېړیو تګ راتګ هم تنظیم کړی دی.