مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

د ایراني پټرولو بندیز له امله زرګونه ځوانان بې روزګاره شوي، مولانا قاضي حمادالله

بهاګ (نوی ژوند) د جے یو آی تحصیل بهاګ مشر مولانا قاضي حمادالله ویلي چې د صوبايي حکومت له خوا د ایراني پټرولو پر بندیز لګولو سره زرګونه ځوانان بې روزګاره شوي او ولس له ارزانه ټرانسپورټ څخه بې برخې شوی دی، هغه زیاته کړه چې باید دا پرېکړه بېرته واخیستل شي ځکه چې د بې وزلۍ، وچکالۍ، سېلابونو او د کرنې او مالدارۍ خراب حالت له امله مخکې هم خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او په تحصیل بهاګ او ضلع کچه کې د صنعتي اسانتیاوو نشتوالي بې روزګاري نوره هم زیاته کړې ده.