کوټه(نوی ژوند) د تحریک تحفظ آئین پاکستان مشر او په قومي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون رهبر محمود خان اڅکزي ویلي دي چې د پاکستان او بلوچستان د ستونزو دایمي او پایدار حل یوازې په رښتینولۍ، د اساسي قانون په برلاسۍ او د قانون په حاکمیت کې نغښتی دی. نوموړي د بلوچستان بار کونسل یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د ۱۹۷۳ کال اساسي قانون د اوږدې سیاسي مبارزې او ملي اجماع پایله ده، چې د هېواد د وګړو حقونه او د دولت بنسټیز نظام تضمینوي. هغه ټینګار وکړ چې سیاسي او اساسي قانوني ستونزې باید د محکمو، پارلمان او اساسي قانوني ادارو له لارې حل شي. محمود خان اڅکزي د شفافو، بې پرې او عادلانه ټاکنو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ټاکنیز بهیر پر وړاندې د خلکو باور د جمهوري نظام د ثبات لپاره خورا مهم دی. نوموړي زیاته کړه چې د صوبو پر طبیعي سرچینو لومړی حق د هماغو سیمو د خلکو دی او د بلوچستان د طبیعي زیرمو په اړه پرېکړو کې باید ځايي خلکو ته مرکزي حیثیت ورکړل شي، ترڅو اقتصادي عدالت، ولسي هوساینه او پایدار ثبات تضمین شي.
