هرنايي/زیارت(نوی ژوند) د هرنايي او زیارت ترمنځ د سرحدي سیمې منګي ډیم څخه تښتول شوی ایس ایچ او مسعود احمد پانیزي او له هغه سره تښتول شوي ټول کسان په خوندي ډول خوشې شوي دي. د باوري سرچینو په وینا، تښتوونکو ټول کسان خوشې کړي او هغوی په بشپړ سلامتۍ سره خپلو کورنیو ته رسېدلي دي. یادونه کېږي چې څو ورځې وړاندې په منګي ډیم سیمه کې نامعلومو وسلوالو د ناکې پر مهال ایس ایچ او او نور کسان تښتولي وو، چې له امله یې په سیمه کې سخت ویره خپره شوې وه او پولیسو د لټون عملیات پیل کړي وو. د خوشې کېدو خبر تر خپرېدو وروسته د کورنیو غړو او سیمه ییزو خلکو د خوښۍ او ارامۍ څرګندونه کړې او د الله تعالی شکر یې ادا کړی دی. چارواکي وايي چې دا پرمختګ د سیمې د امن لپاره یوه مثبته نښه ګڼل کېږي.
