مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

د پټرولو په نوم ولس او ټرانسپورټران تر فشار لاندې راوستل کېږي، ایکشن کمیټه

کوټه(نوی ژوند) د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمیټې مشر حاجي حبیب الله بادیزي او جنرل سیکرټري حاجي میر اکبر لہړي په کوټه کې د رامنځته شوي پټرول بحران په اړه سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ولس او ټرانسپورټران د مصنوعي بحران له لارې تر فشار لاندې راوستل کېږي. هغوی تور لګولی چې ځینې پټرول پمپ مالکان او مني پمپونه د خپلو ګټو لپاره خلک له ستونزو سره مخ کړي، چې له امله یې د خلکو ورځنی ژوند سخت اغېزمن شوی دی. د دوی په وینا پټرول د دولتي نرخونو پر ځای په لوړو بیو پلورل کېږي او ټرانسپورټران، مزدوران او عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. هغوی ویلي چې ځینو کسانو د ښار پټرول پمپونه تړلي او د فشار فضا یې جوړه کړې ده چې دا د منلو وړ نه ده. دوي له حکومت، ضلعي ادارې او اوګرا غوښتنه کړې چې سمدستي اقدام وکړي، د دولتي نرخونو مطابق پټرول رسونه یقیني کړي او د مسوولو کسانو پر ضد قانوني کارروایي وکړي، که نه نو د احتجاجي لائحې اعلان به وکړي.