کوټه(نوی ژوند)د بلوچستان حکومت له لوري متقاعده سرکاري کارکوونکو ته د ګروپ انشورنس د پیسو په ورکړه کې پرلهپسې ځنډ د سختې اندېښنې وړ ګرځېدلی دی. متاثره کارکوونکي وايي چې د قانون له مخې باید د تقاعد له نېټې وروسته په ۶۰ ورځو کې د انشورنس پیسې ورکړل شي، خو په عملي توګه ځینې کسان د میاشتو او آن کلونو راهیسې خپلو پیسو ته په تمه دي. د سرچینو په وینا، د شلم ګریډ یو متقاعد افسر د پیسو د نه ورکړې پر ضد په بلوچستان هایکورټ کې آئیني درخواست هم جمع کړی دی. متقاعده کارکوونکو او قانوني کارپوهانو دغه ځنډ د قانون ښکاره سرغړونه بللې او له د بلوچستان هایکورټ له مشر قاضي، د بلوچستان له اعلی وزیر، چیف سیکرټري او د خزانې له سیکرټري څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره دې دا مسئله حل او ټول پاتې قضیې دې هوارې کړي.
