کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د سمندري چارو وفاقي وزیر د پاک ـ سعودي ګډې سوداګریزې شورا له استازو سره په انلاین غونډه کې سعودي پانګهوالو ته د پاکستان د سمندري سکټور د پانګونې فرصتونه وړاندې کړل. په غونډه کې د په ګډون په بېلابېلو بندرونو او سمندري پروژو کې د پانګونې پر امکاناتو خبرې وشوې. وزیر وویل چې د پاکستان سمندري سکټور، لوژستیک، بلیو اکانومي او د پاکستان نېشنل شپنګ کارپورېشن د بېړۍ پراختیا پروژې د سعودي پانګهوالو لپاره غوره فرصتونه لري. هغه زیاته کړه چې د سعودي ویژن 2030 او د پاکستان د پرمختیایي لومړیتوبونو ترمنځ د همکارۍ پراخ امکانات موجود دي. په غونډه کې د کراچۍ پورټ د میری ټایم بزنس ډسټرکټ، پورټ قاسم کې د څو موخو کارګو ټرمینل، انرژي سټي پروژې او د کورنګي فش هاربر د ایکوا ریسرچ پارک په اړه هم خبرې وشوې، او سعودي پانګهوالو په دې برخو کې د پانګونې دلچسپي څرګنده کړه.
