کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز پخواني مشر جو کینټ د منځني ختیځ څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو غوښتنه کړې ده. نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې خپور کړي بیان کې ویلي چې په سیمه کې مېشتو امریکایي سرتېرو لپاره دعا کوي او ټینګار یې کړی چې د هغوی تر ټپي کېدو یا وژل کېدو وړاندې باید له منځني ختیځه وایستل شي. جو کینټ ویلي چې د ایران د توغندیو د احتمالي بریدونو په واټن کې پراته امریکایي اډې او جنګي بېړۍ نور ستراتیژیکې شتمنۍ نه، بلکې ستراتیژیک بار ګرځېدلي دي. د هغه په وینا، د دغو ځواکونو او اډو شتون ایران ته دا فرصت ورکوي چې د خپلو شرایطو له مخې جګړه بېرته پیل کړي، نو ځکه د امریکایي سرتېرو د خوندیتوب لپاره باید د هغوی د ایستلو په اړه جدي پرېکړه وشي.
