تازه خبرونه ۳ جون ۲۰۲۶

ټرمپ د نتنیاهو سره د سخت او غصه ډک خبرو اعتراف وکړ

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ویلي چې هغه د اسرائیل له لومړي وزیر سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال سخت او غصه ډک بحث کړی و. نوموړي په یوه پوډکاسټ مرکه کې وویل چې هغه په لبنان کې د اسرائیلي پوځي عملیاتو له امله اندېښمن و، نو ځکه خبرې توندې شوې. ټرمپ وویل چې اوس مهال ایران ته د ځمکنۍ جګړې اړتیا نشته او ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي. هغه زیاته کړه چې ایران د اټومي وسلو نه لرلو ته چمتو شوی او امکان شته چې په راتلونکي کې د ایران له مشرانو سره هم لیدنه وکړي. د هغه په وینا د ایران او امریکا د اړیکو ښه کېدل کولی شي د تېلو او سون توکو بیې هم راکمې کړي.