کوټه(نوی ژوند)کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پټرولو بحران سخت شوی چې له امله یې عام خلک له جدي ستونزو سره مخ دي. په کوټه او نورو ښارونو کې د سرکاري پټرول پمپونو د تېلو رسونه اغېزمنه شوې او د بدیل په توګه کارېدونکی ایراني پټرول هم کم شوی، چې له امله یې بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. د راپور له مخې د اختر نه مخکې په کوټه کې ایراني پټرول ۳۸۰ روپۍ فی لیټر و، خو اوس
