مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

په زهري کې د چاپې پر مهال د یو شمېر کسانو نیول، د بی این پي د مشر د یو سیاسي مشر د وژنې ادعا، سردار اختر مینګل

خضدار(نوی ژوند) د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ په زهري سیمه کې د چاپې پر مهال د یو شمېر کسانو د نیول کېدو او د یو سیاسي مشر د مبینې وژنې ادعا شوې ده. د بلوچستان نېشنل پارټۍ (بی این پي) مشر په خپل بیان کې ویلي چې د سردار نصیر احمد موسیاني پر کور چاپه وهل شوې، چې پکې د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان نیول شوي او نامعلوم ځای ته لېږدول شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د بی این پي د خضدار سینئر نائب صدر سردارزادہ خلیل احمد موسیاني ژوبل حالت کې له ځان سره وړل شوی و، خو وروسته کورنۍ ته د هغه د مړي د سپارلو خبر ورکړل شوی دی. د پېښې وروسته په سیمه کې کړکېچ موجود دی او د نورو جزییاتو انتظار کېږي.