تازه خبرونه ۳ جون ۲۰۲۶

په شاهرګ کې د پنځو کسانو د وژنې پر ضد په هرنایي ولسوالۍ کې بشپړ تړون، د شټرډاون اعتصاب له امله سوداګریز فعالیتونه درېدلي

هرنایي(نوی ژوند): د شاهرګ په سیمه کې د پنځو کسانو د بې رحمه وژنې پر ضد په هرنایي ولسوالۍ کې بشپړ شټرډاون اعتصاب ترسره شو، چې له امله یې په هرنایي، شاهرګ، خوست او نورو سیمو کې ټول بازارونه، سوداګریز مرکزونه او کاروباري ادارې تړلې پاتې شوې. د اعتصاب اعلان سیاسي ګوندونو، قبایلي مشرانو، ټولنیزو شخصیتونو، سوداګرو او د وژل شویو کسانو د کورنیو له خوا شوی و، چې په ټوله ولسوالۍ کې یې پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. د بېلابېلو قشرونو استازو د پېښې سخته غندنه وکړه او د قاتلینو د ژر تر ژره نیولو او سختې سزا غوښتنه یې وکړه. مشرانو وویل چې د امن او نظم ټینګښت د حکومت اساسي مسؤلیت دی او زیانمنو کورنیو ته باید انصاف ورکړل شي. هغوی خبرداری ورکړ چې که د مجرمانو نیول او د عدالت تامین نور هم وځنډېږي، نو د احتجاج لړۍ به لا پراخه شي. د اعتصاب پر مهال د امنیت د ساتنې لپاره اضافي امنیتي ځواکونه ګمارل شوي وو او عمومي وضعیت ارام پاتې شو.