مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

په کوټه کې د پټرولو هېڅ کمښت نشته، په ټول ښار کې په کافي اندازه عرضه روانه ده، ډپټي کمشنر مهرالله بادیني

کوټه(نوی ژوند)د کوټې ډپټي کمشنر مهرالله بادیني ویلي دي چې د ایراني پټرولو د عرضې له وروستیو خنډونو سره سره په کوټه ښار کې د پټرولو هېڅ ډول کمښت نشته او د ښار په ټولو راجستر شوو پټرول پمپونو کې پټرول او نور نفتي توکي په کافي اندازه موجود دي. نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې ضلعي اداره وضعیت له نږدې څاري او خلکو ته د پټرولو د دوامداره رسولو لپاره ټول اړین اقدامات ترسره کوي. هغه زیاته کړه چې د ایراني پټرولو د غیر رسمي عرضې له اغېزمنېدو وروسته په ځینو پمپونو کې غیر معمولي ګڼه ګوڼه رامنځته شوې وه، خو ادارې په بیړني ډول ګامونه پورته کړل او د عرضې نظام یې لا پیاوړی کړ. د هغه په وینا، دا مهال په کوټه ښار کې ۶۰ راجستر شوي پټرول پمپونه فعال دي، پرون ۴ لکه لیټره او نن له ۶ لکه لیټرو څخه زیات پټرول مختلفو پمپونو ته رسول کېږي، او د اړتیا په صورت کې به نوره اضافه عرضه هم یقیني شي ترڅو د تقاضا او عرضې ترمنځ توازن وساتل شي.