مقامی ۳ جون ۲۰۲۶

په کوټه کې ماشومانو ته د الرژۍ ضد پیچکارۍ لګولو له امله شخصي مېډیکل سټور مهر شو

کوټه(نوی ژوند) د نوې کلي په سیمه کې یو شخصي مېډیکل سټور وروسته له هغې مهر او وتړل شو چې ماشومانو ته د الرژۍ ضد پیچکارۍ (انجکشن) د لګولو راپورونه خپاره شول. د ضلعي ادارې په وینا، په ټولنیزو رسنیو کې د خبر له خپرېدو وروسته د کوټې ډپټي کمشنر سمدستي نوټس واخیست او د ډرګ کنټرول ټیم ته یې د پلټنې او قانوني اقدام لارښوونه وکړه. ټیم د چاپې پر مهال یاد مېډیکل سټور مهر کړ او ټول طبي وسایل او اړوند سامان یې هم ضبط کړل. چارواکي وایي چې د سټور د مالک پر ضد مقدمه درج شوې او نور قانوني اقدامات روان دي. ضلعي اداره ټینګار کوي چې د خلکو د ژوند او روغتیا له خطر سره مخامخ کوونکو پر ضد به سخت او بې پرې اقدامات دوام ولري او د غیرقانوني طبي فعالیتونو اجازه به ورنه کړل شي.