کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د ی، بلاول بوټو زرداري ویلي دي چې که دزرداري حکومت د سازش له لارې نه وای نسکوره شوې، نو نن به بشپړ شوی وای. هغه د دیامر په یوه انتخاباتي غونډه کې وویل چې وفاقي حکومت باید له نورو پرمختیايي پروژو مخکې د دیامر بهاشا بند بشپړولو ته لومړیتوب ورکړي. بلاول بوټو زیاته کړه چې د پاکستان لپاره تر ټولو مهمه پروژه همدا بند دی او حکومت باید د دې د ژر بشپړېدو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. نوموړي وویل چې آصف علي زرداري د لویو پرمختیايي پروژو او سي پیک بنسټ ایښی و او د هېواد د پرمختګ لپاره یې مهم رول لوبولی دی. هغه د ګلګت بلتستان له خلکو وغوښتل چې د جون په ۷مه خپله سیاسي ځواک وښيي او ویې ویل چې د پاکستان پرمختګ د ګلګت بلتستان له پرمختګ سره تړلی دی.
