پاکستان ۴ جون ۲۰۲۶

امریکا او پاکستان اړیکې د ګډو ګټو پر بنسټ دي

کوټه (نوی ژوند ویب نیوز): په پاکستان کې د امریکا د ډیپټي ناظم الامور نیټلي بیکر ویلي دي چې د پاکستان او امریکا اړیکې د یوه ګډ احساس او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې دي او دواړه هېوادونه په بېلابېلو برخو کې همکاري پراخوي. نوموړې دا څرګندونې په اسلام آباد کې د امریکا د خپلواکۍ د 250مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وکړې او د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف ګډون یې وستایه. هغې وویل چې د ویزو، تجارت، پانګونې او امنیتي همکاریو په برخو کې ګډې هڅې روانې دي او دواړه هېوادونه غواړي خپل اړیکې لا نورې پیاوړې کړي. نوموړې دا هم وویل چې اسلام آباد په اپرېل میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ د لوړې کچې مذاکراتو کوربه توب کړی و چې دا یو مهم ډیپلوماتیک ګام و.