کوټه (نوي ژوند ويب نيوز)امنیتي ځواکونو د خيبر پښتونخوا په دوو بېلابېلو استخباراتي عملياتو کې د فتنه الخوارج ۴ ترهګر له منځه وړي دي. د آی ايس پي آر له مخې دا عمليات د ډيره اسماعيل خان او مومندو په سيمو کې ترسره شوي، چيرې چې د ترهګرو د موجودګۍ په اړه معلومات ترلاسه شوي وو. د نښتې په ترڅ کې ټول هدف ګرځول شوي ترهګر وژل شوي او له هغوی څخه وسلې او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي، په داسې حال کې چې د سيمې د بشپړ پاکولو عمليات لا هم روان دي.
