قلعه سیف الله (نوی ژوند وېب نیوز): د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې د قلعه سیف الله د ادواله کلي علوزي په سیمه کې د ګډون یوې غونډې ته په وینا کې د ګوند مرکزي سیکرټري نواب محمد ایاز خان جوګېزي وویل چې د پښتنو پر حقونو به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي او د پښتنو لاریو سوځول، د موټرچلوونکو وژل او ټپي کول او د ناامنۍ پرلهپسې پېښې نورې د زغم وړ نه دي، چې مخنیوی یې د ریاست اساسي او قانوني مسؤلیت دی. نوموړي وویل چې د بلوچ او پښتون ورورولي یو تاریخي حقیقت دی، خو د دې تر نوم لاندې د پښتنو سره هر ډول بېانصافي او د حقونو محرومول به هېڅکله ونه منل شي. هغه زیاته کړه چې د وسایلو لوټ، د پښتنو پر شتمنیو بریدونه، د لاریو سوځول او د مزدور کانکیندونکو وژنې د منلو وړ نه دي او پر ضد به یې په هر فورم غږ پورته کېږي. په غونډه کې د ملک سیف الله علوزي، حاجي احسان الله علوزي، میرداد آکا علوزي، غفار آکا علوزي، طور آکا علوزي او عطاء محمد جلالزي په مشرۍ ۸۵ کسانو په ګوند کې د ګډون اعلان وکړ او د نوو غړو لپاره یو نوی تنظيمي یونټ هم جوړ شو. په دې موقع د ګوند د کلتور صوبایي سیکرټري حیات الله میرزئي، ضلعي صدر حاجي دارا خان جوګېزي او تحصیل صدر عزیز احمد عزیز هم ویناوې وکړې او د سیاسي شعور، آئیني مبارزې، د پلرنیو ځمکو د ساتنې، د ځوانانو سیاسي ونډې او د ولس اساسي حقونو پر اهمیت یې ټینګار وکړ. د غونډې په پای کې له نوو شامل شویو غړو څخه لوړه واخیستل شوه او د ادواله سیمې لپاره د ګوند د نوي یونټ د جوړېدو رسمي اعلان هم وشو.
