تازه خبرونه ۴ جون ۲۰۲۶

نیشنل پارټۍ د ۱۸م آئيني ترميم، اين ايف سي کې کمي او د وحدتونو د تقسيم مخالفت وکړ

کوټه (نوي ژوند ويب نيوز).د نیشنل پارټۍ مرکزي وياند په يو بيان کې ويلي دي چې ګوند د ۱۸م آئيني ترميم د ختمولو يا رول بیک کولو، د اين ايف سي ايوارډ کې د صوبو په برخه کې د کمي او د وحدتونو د تقسيم هر ډول تجويز په بشپړه توګه ردوي. د وياند په وينا موجوده صوبې يوازې انتظامي اکائۍ نه دي بلکې تاريخي، کلتوري او قومي وحدتونه دي، نو د دوی په اړه هر ډول پرېکړه بايد د ولسي رضايت او تاريخي حقيقتونو پر بنسټ وشي. هغه زياته کړه چې ۱۸م آئيني ترميم د وفاق او صوبو ترمنځ د واکونو د عادلانه وېش او صوبايي خودمختارۍ لپاره يو مهم ګام دی او د دې کمزوري کول د اساسي قانون له روح سره ټکر لري.