پاکستان ۴ جون ۲۰۲۶

نیپرا د درې میاشتنۍ تعدیل له مخې برېښنا ارزانه کړه

کوټه (نوی ژوند ویب نیوز): د نیشنل الیکټریک پاور ریګولیټري اتھارټي (نیپرا) د درې میاشتنۍ تعدیل له مخې د برېښنا په بیه کې 1 روپۍ 98 پیسې فی یونټ کموالی اعلان کړی، خو د اپرېل 2026 د فیول پرائس تعدیل له مخې یې 1 روپۍ 19 پیسې فی یونټ زیاتوالی هم منظور کړی دی. د رسمي خبر له مخې دا درې میاشتنۍ تعدیل د جون، جولای او اګست 2026 په بلونو کې عملي کېږي او له مخې به یې مصرف کوونکو ته له 67 اربه روپیو څخه زیات ریلیف ورکړل شي. دا کموالی به د هېواد ټولو مصرف کوونکو او د کی-الیکټریک کاروونکو ته هم ورسېږي، خو لایف لاین مصرف کوونکي ترې مستثنی دي. په ورته وخت کې د فیول پرائس تعدیل به د جون په بلونو کې عملي شي چې له امله به یې د برېښنا نرخ یو څه لوړ شي.