کوټه (نوي ژوند نیوز)
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره د معلوماتو د شریکولو راپورونه په کلکه ردوي. د ویاند په وینا، پاکستان هېڅ ډول استخباراتي یا حساس معلومات د ایران د اټومي پروګرام په اړه له امریکا سره نه دي شریک کړي او دا ډول راپورونه بې بنسټه، ګمراه کوونکي او له حقیقت څخه لرې دي. هغه زیاته کړه چې د پاکستان د بهرني سیاست اساس د اصولو، سیمهییز ثبات او د متقابل احترام پر بنسټ ولاړ دی.
