مقامی ۴ جون ۲۰۲۶

په کوټه کې د پټرولو کړکېچ سخت شوی، د ژوند چارې اغېزمنې شوې

کوټه (نوی ژوند وېب نیوز) د صوبې په مرکز کوټه او د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې د پټرولو سخت کمښت د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی. د ښار په ډېری پټرول پمپونو کې د تېلو نشتوالي له امله د موټرو، رکشو او موټرسایکلونو اوږدې کتارونه لیدل کېږي او ګڼ شمېر خلک د ساعتونو انتظار وروسته هم د پټرولو ترلاسه کولو کې پاتې راغلي دي. د راپورونو له مخې، خلک له سهاره وختي پمپونو ته رسېږي، خو د رسد کمښت له امله ستونزه لا پسې جدي شوې ده. د پټرولو بحران د ټرانسپورټ پر نظام هم منفي اغېز کړی او د خلکو ورځني کارونه له خنډونو سره مخ شوي دي. ویل کېږي چې د زده‌کوونکو یوه لویه برخه پر وخت ښوونځیو ته ونه رسېده چې له امله یې د حاضریو کچه هم اغېزمنه شوې ده. ولسي او ټولنیزو حلقو د ضلعي ادارې پر فعالیت نیوکې کړي او وایي چې د پټرولو د برابرولو په اړه شوي اعلانونه عملي بڼه نه لري. خلکو له د بلوچستان وزیر اعلیٰ سرفراز بگٹی څخه غوښتنه کړې چې د روان وضعیت عاجل نوټس واخلي او د پټرولو دوامداره او منظم عرضه یقیني کړي.