کوټه (نوی ژوند نیوز)د پشاور هایکورټ چیف جسټس ایس ایم عتیق شاه د خیبر پښتونخوا صوبايي وزیرانو ته په سختو ټکو کې ویلي دي چې په صوبه کې له ۱۲ کلونو راهیسې د هغوی حکومت دی خو تر اوسه یې څه کړي دي، او له حکومتي استازو یې د ۱۲ کسانو د نومونو غوښتنه هم وکړه چې هغوی یې له دندو لرې کړي وي. دا څرګندونې په هغه مهال وشوې کله چې عدالت کې د صوبايي وزیر مینا خان اپرېدي نوم په ای سي اېل کې د شاملولو ضد درخواست اورېدنه روانه وه، چې پکې د قانون وزیر آفتاب عالم، نور حکومتي چارواکي او مشاورین هم حاضر وو. چیف جسټس وویل چې د جنوبي ضلعو خلک د ناامنۍ په اور کې سوځي، خو حکومت د عدالتي فیصلو عملي کولو کې پاتې راغلی، او که حکومت مرسته نه شي کولی نو لږ تر لږه دې د عدالت په کار کې خنډونه نه جوړوي.
