کوټه (نوي ژوند ويب نيوز)
د نیشنل پارټۍ وياند ويلي دي چې د اين ايف سي ايوارډ کې د صوبو د برخې کمول او د ۱۸م ترميم د ختمولو هڅې به د منلو وړ نه وي. په بيان کې ويل شوي چې صوبې يوازې انتظامي وحدتونه نه بلکې تاريخي او قومي پېژندګلوۍ لري، نو د هغوی د بيا جوړښت هر بحث بايد د تاريخي بنسټونو له مخې وشي، نه د سياسي ګټو پر اساس. وياند زياته کړه چې د وسايلو ناعادلانه وېش ستونزې لا نورې هم زياتوي، او نیشنل پارټۍ د وفاق پياوړتيا د صوبو د آئيني، سياسي او اقتصادي حقونو له خوندیتابه سره تړلې ګڼي او په دې لاره کې به خپل جهادي او سياسي رول ته دوام ورکړي.
