پاکستان ۶ جون ۲۰۲۶

اقتصادي رابطه کمېټې د ۳۱ اربه روپیو څخه د زیاتو تخنیکي ګرانټونو منظوري ورکړه

کو ټه(ويب نيوز)اقتصادي رابطه کمېټې د بېلابېلو فدرالي وزارتونو، صوبو او پرمختیایي پروژو لپاره د ۳۱ اربه روپیو څخه د زیاتو تخنیکي ګرانټونو منظوري ورکړه. په منظور شویو فنډونو کې د دوامدار پرمختګ موخو لپاره ۷ اربه ۲ کروړه ۶۳ لکه روپۍ، د هنګور بحري پروژې د بشپړولو لپاره ۱۰ اربه ۱۵ کروړه روپۍ، د کراچۍ او حیدرآباد ښاري زیربنایي پروژو لپاره ۸ اربه ۷۵ کروړه ۸۹ لکه روپۍ، په خیبر پښتونخوا کې د پروژو لپاره ۲ اربه ۸۴ کروړه روپۍ او د ګلګت بلتستان د روانو لګښتونو او لومړیتوب لرونکو پروژو لپاره ۴ اربه ۳۷ کروړه ۷۰ لکه روپۍ شاملې دي. د مالیې وزیر محمد اورنګزیب په مشرۍ غونډه کې د اسلام آباد سولې خبرو اترو د امنیتي ترتیباتو، د سیف سټي پراختیايي پروژې، د امام بارګاه خدیجۃ الکبریٰ د چاودنې د متاثرينو، د کارکوونکو د تنخواوو، په شګر ضلع کې د ټېليکام ټاورونو د نصب او د پارلماني سېکرټرانو د تنخواوو او الاؤنسونو لپاره هم فنډونه منظور شول، او د پاکستان سټېټ آئل لپاره تر ۱۰۰ اربه روپیو پورې د مالي اسانتیا د دوام منظوري هم ورکړل شوه.