واشنګټن (ويب نيوز) سپینې ماڼۍ تایید کړې چې د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته د نړیوال جام سیالیو کې د ګډون لپاره امریکا ته د ننوتلو ویزې ورکړل شوې دي. امریکایي چارواکو ویلي چې ایراني لوبډله به وکولای شي د نړیوال جام سیالیو لپاره امریکا ته سفر وکړي. د مهالوېش له مخې، ایران به د جون په ۱۵مه نېټه په لاس انجلس کې د خپل ګروپ “جي” لومړۍ لوبه د نیوزیلنډ پر وړاندې ترسره کړي. له دې وروسته به ایراني لوبډله په لاس انجلس کې د بلجیم له لوبډلې سره هم مخامخ شي، او بیا به په سیټل ښار کې د مصر پر وړاندې خپله بله مهمه لوبه ترسره کړي.
