پاکستان ۶ جون ۲۰۲۶

د حکومت له خوا د وړو دوکاندارانو لپاره د فکس ټیکس سکیم اعلان

کو ټه(ويب نيوز) وفاقي حکومت د وړو دوکاندارانو لپاره د فکس ټیکس سکیم اعلان کړی دی. د مالیې وزارت د دولت وزیر بلال اظهر کیاني د مالیې وزیر محمد اورنګزیب سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې دغه سکیم د سوداګرو د مشورو او د تاجرانو د اتحادیې په غوښتنه رامنځته شوی دی. د دې سکیم له مخې به هغه دوکانداران شامل وي چې کلنی کاروبار یې ۲۰ کروړه روپۍ یا تر دې کم وي. پر دوی به یو سلنه فکس ټیکس لګېږي او که مخکې ترې ود هولډنګ ټیکس کټ شوی وي، نو هغه به پکې حساب شي. دوکانداران به لږ تر لږه ۲۵ زره روپۍ مالیه ورکوي، او د کاروبار د حجم له مخې به یو سلنه مالیه محاسبه کېږي. حکومت ویلي چې په دې سکیم کې شامل دوکاندارانو ته به د ایف بي آر ځانګړې پلیټ ورکول کېږي او د پی او ایس سیسټم څخه به هم مستثنیٰ وي.