کو ټه(ويب نيوز)د ۲۰۲۶م کال د فیفا نړیوال جام له رانږدې کېدو سره د نړۍ تر ټولو مشهوره د فوټبال ټرافي یو ځل بیا د پام وړ ګرځېدلې ده. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ټرافي ۳۷ سانتي متره لوړه او نږدې ۶ کیلوګرامه وزن لري او د ۱۸ قیراطه سرو زرو څخه جوړه شوې ده. د سرو زرو د اوسني نړیوال نرخ له مخې پکې کارېدلي مواد شاوخوا ۲۵۰ زره امریکايي ډالر ارزښت لري، خو د تاریخي اهمیت، نایابه حیثیت او ځانګړي ډیزاین له امله که لیلام شي، بیه یې له ۲۰ میلیونه امریکايي ډالرو هم لوړېدای شي. دغه ټرافي په ۱۹۷۰ کال کې ایټالوي هنرمند سلویو ګازانیګا ډیزاین کړې وه چې پکې دوه انساني مجسمې ځمکه په خپلو لاسونو کې نیولې ښکاري، او په ښکته برخه کې یې د ملاکایټ په نوم شین معدني ډبره هم کارول شوې ده. د یادونې وړ ده چې د نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته اصلي ټرافي نه ورکول کېږي، بلکې فیفا اصلي ټرافي له ځان سره ساتي او اتلې لوبډلې ته د سرو زرو پوښ لرونکې برونزي نقل د یادګار په توګه ورکوي.
