پاکستان ۶ جون ۲۰۲۶

د ټرانسپیرنسي انټرنېشنل راپور: د پاکستان د زېربنايي نظام په اداره او عملي پلي کېدو کې لا هم کمزورۍ شته

کو ټه(ويب نيوز)ټرانسپیرنسي انټرنېشنل په پاکستان کې د زېربنايي پروژو د خطر ارزونې راپور خپور کړی، چې پکې د هېواد د انفرااسټرکچر نظام کمزورۍ په ګوته شوې دي. د راپور له مخې پاکستان د زېربنايي پروژو د ادارې لپاره يو نسبتاً قوي نظام رامنځته کړی، خو د عملي پلي کېدو په برخه کې لا هم ګڼې ستونزې او نیمګړتیاوې موجودې دي. ادارې پاکستان ته د زېربنايي شفافيت په برخه کې له ۱۰ څخه ۶.۳۴ نمرې ورکړې او هېواد يې د لوړ خطر (High Risk) په کتګورۍ کې شامل کړی دی. راپور زياتوي چې د پروژو د پلان جوړونې، منظورۍ، جوازونو ورکولو او عملي پلي کېدو په پړاوونو کې د ادارې کمزورۍ د راڅرګندېدو امکان شته، له همدې امله د شفافيت، حساب ورکونې او اغېزمنې څارنې د نظام لا پياوړتيا ته اړتيا ده.