سېنټ پېټرزبرګ(ويب نيوز) د روسیې ولسمشر د سېنټ پېټرزبرګ نړیوال اقتصادي فورم پر مهال د یوه هندي خبریال د پوښتنې په ځواب کې هغه تاثر رد کړ چې ګواکې پاکستان په بشپړه توګه د چین تر اغېز لاندې دی.د پاکستان، چین او سیمهییزو اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې پوتین وویل: «پاکستان یو لوی هېواد دی او له بېلابېلو هېوادونو سره پراخې او متوازنې اړیکې لري.» هغه ټینګار وکړ چې دا سمه نه ده چې پاکستان یوازې د چین تر نفوذ لاندې هېواد وبلل شي.د روسیې ولسمشر زیاته کړه چې د نړۍ ګڼ هېوادونه له چین سره اړیکې لري او پاکستان هم د خپلو ملي ګټو پر بنسټ له مختلفو هېوادونو سره تعامل کوي.پوتین د روسیې او چین د اړیکو په اړه وویل چې دواړه هېوادونه په پوځي او نورو برخو کې اوږدمهاله همکاري لري او دا همکاري به په راتلونکي کې هم دوام ومومي.د ایران په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې د روسیې او ترمنځ اړیکې د متقابل باور پر بنسټ ولاړې دي. نوموړي زیاته کړه چې روسیه چمتو ده د سیمې د روانو کړکېچونو په حل کې رغنده رول ولوبوي.د اوکراین جګړې په تړاو پوتین ادعا وکړه چې روسي ځواکونو په وروستیو عملیاتو کې د اوکراین نورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي، خو په عین حال کې یې وویل چې مسکو لا هم له سره د سولې خبرو او سیاسي حل لارې ملاتړ کوي.شنونکي وايي د پوتین له څرګندونو داسې ښکاري چې روسیه غواړي په جنوبي اسیا کې له پاکستان، هند او چین سره متوازن او عملي اړیکې وساتي او د سیمې په حساسو موضوعاتو کې له یو اړخیز دریځ څخه ډډه وکړي.
