مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

د پنجګور د عملیاتو پر بریا د بلوچستان وزیراعلیٰ د امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه

کو ټه(ويب نيوز)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په پنجګور کې د امنیتي ځواکونو د کامیاب عملیاتو ستاینه کړې او د هغوی مسلکي مهارت، زړورتیا او قربانیو ته یې درناوی وړاندې کړی دی. په خپل پیغام کې هغه ویلي چې د “فتنه الهندستان” سره تړلي ترهګري عناصر د بلوچستان د امن، پرمختګ او سوکالۍ دښمنان دي، خو د دوی ناوړه پلانونه به هېڅکله بریالي نه شي. وزیراعلیٰ وویل چې امنیتي ځواکونو په وخت او مؤثره اقدام سره د دښمن پلانونه ناکام کړي او ریاستي ادارې د هر ډول خطرونو د مخنیوي بشپړ توان لري. هغه زیاته کړه چې حکومت او ولس د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي او دا عملیات به تر بشپړ ختمېدو پورې روان وي.