کو ټه(ويب نيوز)په هېواد کې د راتلونکې یوې اوونۍ لپاره د پټرولیمي محصولاتو نوې بیې اعلان شوې دي. د پټرولیم ډویژن له مخې د پټرولو په بیه کې ۴ روپۍ فی لیټر کموالی راغلی، چې ورسره د پټرولو نوې بیه ۳۷۷ روپۍ او ۷۸ پیسې فی لیټر ټاکل شوې ده. بلخوا د ډیزلو بیه پر خپل ځای پاتې شوې او ۳۸۰ روپۍ او ۷۸ پیسې فی لیټر ده. چارواکي وایي چې نوې بیې به د شپې له ۱۲ بجو وروسته نافذې شي.
