مقامی ۶ جون ۲۰۲۶

د کارکوونکو د ستونزو له حل پرته به بودجه ونه منو، پیر محمد کاکړ

کوټه (یو این اے) د پاکستان یونایټډ ورکرز فېډرېشن صوبايي جنرل سېکرټري او د کیسکو لیبر یونین بلوچستان صدر پیر محمد کاکړ د وفاقي او صوبايي بودجې په اړه خپل بیان کې ویلي چې د هېواد مزدوران، کارکوونکي، سرکاري ملازمین، پنشنران او د ټولنې ټیټې طبقې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. نوموړي وویل چې ګراني، بې روزګاري او د برېښنا، ګاز او خوراکي توکو پرله‌پسې لوړېدونکو بیو د خلکو ژوند ډېر ستونزمن کړی دی. هغه خبرداری ورکړ چې که په راتلونکې بودجه کې کارکوونکو او مزدورانو ته حقیقي اسانتیاوې ورنه کړل شي، نو د پاکستان یونایټډ ورکرز فېډرېشن او نورې مزدورې ټولنې به دا بودجه هېڅکله ونه مني.پیر محمد کاکړ وویل چې د حکومت له لوري د نجکارۍ، د ادارو د کوچني کولو او د کارکوونکو د حقونو د محدودولو پالیسیو په مزدورانو کې سخته بې باوري او اندېښنه پیدا کړې ده. هغه غوښتنه وکړه چې په سرکاري ادارو کې ټول کنټریکټ، ورځني مزدور او موقتي کارکوونکي دې ژر تر ژره مستقل کړل شي، ځکه چې ډېری یې له کلونو راهیسې خدمتونه ترسره کوي.نوموړي زیاته کړه چې پنشنران هم له پامه غورځول شوي دي او د هغوی له پنشن څخه ټولې کسرۍ باید ختمې او پخوانی پنشن نظام بېرته بحال شي. هغه وویل چې د اوسنۍ ګرانۍ له کچې سره سم باید د سرکاري ملازمینو په تنخواوو او ټولو الاؤنسونو کې لږ تر لږه سل سلنه زیاتوالی راوستل شي او همدارنګه د مزدورانو لږ تر لږه اجرت هم سل سلنه لوړ کړل شي، څو هغوی وکولای شي د خپلو کورنیو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.پیر محمد کاکړ له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ملي ادارو د نجکارۍ پر پرېکړو له سره غور وکړي، ځکه دا ادارې د هېواد ملي شتمني ده او د پلورلو پر ځای باید د اداري او مالي اصلاحاتو له لارې لا پیاوړې کړل شي.